۰

افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې د پيل پر څرنګوالي خبرې کړې دي

چهارشنبه ۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۸
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر الحاج محمد عیسی اخوند کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره کتلي دي.
افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې د پيل پر څرنګوالي خبرې کړې دي
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر الحاج محمد عیسی اخوند کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه کې د ټپي پروژې د پیل په اړه خبرې شوې او افغان لوري ډاډ ورکړی، چې د یادې پروژې د پیلېدو لپاره په تیاریو بوخت دي.

افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست وزیر الحاج محمد عیسی اخوند ویلي دوی هڅه کوي چې د ټاپي پروژې د چارو امنیت په بشپړه توګه تامین کړي او غواړي د دې پروژې د بشپړېدو ویاړ ولري.

نوموړي ترکمنستان ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان امنیتي ادارې د دغه پروژې د امنیت لپاره چمتووالی لري او پوره هڅه کوي چې دغه مهمه پروژه په سمه توګه بشپړه شي.

په ورته وخت ترکمنستاني لوري هم ویلي چې دا ستره پروژه باید ژر پيل شي او چارې یې بشپړې شي.

د ټاپي پروژه دمګړی په ترکمنستان کې بشپړه شوې، د ګازو نل لیکه افغانستان ته را رسېدلې، خو چارې یې تر دې دمه د امنیتي ستونزو له امله نه دي پيل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي