۰

المان افغانستان ته د اړیکو پراختیا په موخه یو پلاوی رالېږي

یکشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۵
الماني رسنۍ وايي، هېواد یې د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو پراختیا په لټه کې دی او په همدې موخه به ډېر ژر یو پلاوی افغانستان ته ولېږي.
المان افغانستان ته د اړیکو پراختیا په موخه یو پلاوی رالېږي
الماني رسنۍ وايي، هېواد یې د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو پراختیا په لټه کې دی او په همدې موخه به ډېر ژر یو پلاوی افغانستان ته ولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د دغه پلاوي مشري به د افغانستان لپاره د المان ځانګړی استازی مارکس پوتزل کوي او راتلونکې کې به افغانستان ته راشي.

المان رسني زیاتوي، چې دغه پلاوی به له طالبانو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او ګڼو نورو مهمو مسایلو خبرې وکړي.

مارکس پوتزل له طالبانو سره له اوږده مهاله په مذاکراتو بوخت دی او هڅه کوي د المان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

ټاکل شوې چې دغه سفر په راتلونکو اونیو کې ترسره شي خو کره نېټه یې نه ده په ګوته شوې.

الماني رسنۍ وايي، دغه هېواد هڅه کوي افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره له نوي حکومت سره اړیکې ولري او په دې توګه د خلکو په ژغورلو کې خپله ونډه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي