امریکا او هند خپلې سوداګریزه اړیکې پراخوي

2 قوس 1400 ساعت 9:40

هندي رسنیو راپور ورکړي، چې امریکا او هند غواړي او هڅه کوي، چې تر خپل منځ سوداګریزه اړیکې نورې هم پراخه کړي.


هندي رسنیو راپور ورکړي، چې امریکا او هند غواړي او هڅه کوي، چې تر خپل منځ سوداګریزه اړیکې نورې هم پراخه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو ویلي، هندي او امریکايي پلاوي په تازه لیدنه کې پر هغه تګلاره بحثونه کړي چې له مخې به یې د امریکا او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو یوه ستره هوکړه لاسلیک کېږي.

د سرچینې په وینا هندي او امریکايي لوري ویلي، ډېر ژر به دغه تګلاره نهایي شي او د دواړو لورو د مشرانو ترمنځ به په ځانګړو مراسمو کې لاسلیک شي.

باید و ویل شي، چې د امریکا او هند ترمنځ  له یوه کال راهیسې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او اقتصادي همکاریو پر یوه هوکړه کار روان دی چې په هغه کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره پر مهمو مواردو بحثونه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144913

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144913/

جمهور
  https://www.jomhornews.com