۰

ملګري ملتونه پر اړمنو افغانانو ۳ سوه میلیون ډالر نغدي مرسته وېشي

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۴۵
رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې ملګري ملتونه په پام کې لري، پر اړمنو افغانانو ۳۰۰ میلیونه ډالر نغدي مرسته و وېشي.
ملګري ملتونه پر اړمنو افغانانو ۳ سوه میلیون ډالر نغدي مرسته وېشي
رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې ملګري ملتونه په پام کې لري، پر اړمنو افغانانو ۳۰۰ میلیونه ډالر نغدي مرسته و وېشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپور کې ویل شوي، له دغې مرستې به ډېری اړمن افغانان په مستقیمه توګه برخمن شي او دغه راز به افغانستان له یو ستر اقتصادي ناورین څخه وژغوري.

راپور کاږي، دغه ۳۰۰ میلیونه ډالر نغدي مرسته به د کار په بدل کې پر جګړه ځپلو او هغو افغانانو و وېشل شي چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د ویلو ده ملګرو ملتونو دغه تصمیم وروسته تر هغه چې ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو بنسټونو په افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه نیولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي