د امن خونو په اړه د بښنې نړیوال سازمان ته د طالبانو غبرګون:

ټول افغانستان د ښځو لپاره د امن کور دی، هېڅ ډول ګواښ یې پر وړاندې نشته

16 قوس 1400 ساعت 8:38

د افغانستان اسلامي امارت  بښنې نړیوال سازمان دغه غوښتنې ته، چې طالبان دې د ښځو چارو وزارت او امن خونې بېرته فعالې کړي غبرګون ښودلی دی.


د افغانستان اسلامي امارت  بښنې نړیوال سازمان دغه غوښتنې ته، چې طالبان دې د ښځو چارو وزارت او امن خونې بېرته فعالې کړي غبرګون ښودلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو د ښځو پر وړاندې هر ډول ګواښ رد کړی وايي، د ښځو لپاره ټول افغانستان د امن کور دی.

د بښنې نړیوال سازمان پرون په یوه راپور کې په افغانستان کې د ښځو پر وضیت اندېښنه وښوده او ویلي یې و د امن خونو مخکینی کارکوونکې او په کې پناه لرونکې مېرمن له ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان ټینګار کړی و، چې طالبانو د واکمنۍ له پیل سره یې زرګونه زندانيان او له هغې ډلې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي عاملين هم له زندانونو خوشې کړي.

سرچینې ویلي وو په خوشي شویو زندانیانو کې هغه کسان هم وو، چې د امن خونو د پناه لرونکو ښځو او د هغوی د مدافعینو په فشار بندیان شوي وو.

خو د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي د بښنې نړیوال سازمان د دغه غوښتنې په غبرګون کې ویلي، چې دوی ټول افغانستان د ښځو د امن کور ګرځولی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ټینګار کړي، چې ښځو ته هېڅ ډول ګواښونه موجود نه دي او دوی دا خبرې په کلکه ردوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145397

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145397/

جمهور
  https://www.jomhornews.com