کابل: په شخصي شخړه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

20 قوس 1400 ساعت 9:44

د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې کابل ښار کې د یوې شخصي شخړې له امله د یوه پخواني افسر په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې کابل ښار کې د یوې شخصي شخړې له امله د یوه پخواني افسر په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شخړه پرون جمعه د لیندۍ ۱۹ مه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند پکتیا کوټ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی وايي، په دغه شخړه کې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د خوستي به وینا په وژل شویو کسانو کې یو پخواني افسر سمونیار عبدالغفار هوتک نومېږي، چې تر دې وړاندې یې ټولنیزو رسنیو کې د وژلو پړه پر طالبانو اچول شوې وه.

خوستي وایي، ځینې په لوی لاس هرې وژنې ته سیاسي رنګ ورکوي، خو ده ټینګار کړی چې طالبانو هېڅوک له عمومي عفوې وروسته په تېرو کړنو نه وژلي او نه تعقیب کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145536

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145536/

جمهور
  https://www.jomhornews.com