کام ایر شرکت ازبکستان ته هم الوتنې پیلوي

20 قوس 1400 ساعت 9:52

کام ایر هوايي شرکت اعلان کړی چې د کابل او تاشکند تر منځ الوتنې به د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ بیا پیل کړي.


کام ایر هوايي شرکت اعلان کړی چې د کابل او تاشکند تر منځ الوتنې به د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ بیا پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ازبیکستان کې د کام ایر شرکت دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، په اوونۍ کې دوه الوتنې به له کابله - تاشکند ته او له تاشکنده - کابل ته کېږي.

په اعلامیه کې یادونه شوې چې د دې الوتنو لپاره د شنبې او سې شنبې ورځې په پام کې نیول شوي دي.

د طالبانو په لاس د کابل له سقوط مخکې هم کام ایر تاشکند ته په اوونۍ کې دوه الوتنې درلودې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145538

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145538/

جمهور
  https://www.jomhornews.com