افغانستان او قزاقستان د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

5 جدی 1400 ساعت 9:03

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د قزاقستان د سوداګرۍ له وزیر باخیت سلطانوف سره لیدلي دي.


د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د قزاقستان د سوداګرۍ له وزیر باخیت سلطانوف سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي متقي او ښاغلي سلطانوف لیدنه پرون شنبې د مرغومي ۴ مه کابل کې شوې او دواړو لورو پر یو لړ مسایلو خبرې اترې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټنیګار کړی دی.

سرچینې د سلطانوف له قوله ویلي، حکومت به یې له افغانستان سره د بانکي اړیکو پر اسانتیا، د الوتنو بیا ځلې پېل او افغان زده‌کوونکو ته په بېلابېلو برخو کې د سکالرشيپونو برابرولو ته دوام ورکړي.

همدا راز دواړو لوريو په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو د لا پراختيا ژمنه هم کړې ده.
 
د یادونې ده، چې ښاغلی سلطانوف وړمه ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و او د سوداګرۍ له وزیر سره یې هم خبرې اترې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146060

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146060/

جمهور
  https://www.jomhornews.com