۰

کندهار کې یو کس د یوه جومات ملا امام پر چاقیانو وهلی

دوشنبه ۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۶
راپورونه وايي، کندهار کې یو کس د اهل تشیع یوه جومات ته ننوتی او د جومات په ملا امار او نورو کسانو یې د چړو ګزارونه کړي دي.
کندهار کې یو کس د یوه جومات ملا امام پر چاقیانو وهلی
راپورونه وايي، کندهار کې یو کس د اهل تشیع یوه جومات ته ننوتی او د جومات په ملا امار او نورو کسانو یې د چړو ګزارونه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي امنیتي سرچینې زیاتوي، دغه پېښه پرون یکشنبې د مرغومي ۵ مه د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې سیمه کې رامنځ ته شوې.

عیني شاهدان ویلي، یو تن په دغه سیمه کې د امام علي جومات ته ننوتی لومړی یې پر ملا امام د چړې ګزارونه کړي او وروسته یې درې تنه لمونځ کوونکي هم په چړو وهلي دي.

د دوی په وینا برید کوونکي د لمونځ کوونکو پر صف ننوتی و او د لمانځ له ادا وروسته یې دغه کار کړی دی.

ویل کېږي د پېښې ټپیان میرویس روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیايي حالت یې ښه دی او برید کوونکی د طالبانو له خوا نیول شوی، چې دا مهال تر پوښتونو لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي