اسلامي امارت: قزاقستان دې خپلې ستونزې له سوله ییزې لارې حل کړي

18 جدی 1400 ساعت 8:01

د افغانستان اسلامي امارت په قزاقستان کې د رامنځ ته شوې ګډوډۍ او ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په سوله ییز حل ټینګار کړی دی.


د افغانستان اسلامي امارت په قزاقستان کې د رامنځ ته شوې ګډوډۍ او ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په سوله ییز حل ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان په قزاقستان کې روان وضعیت له نږدې څاري او د یوه نږدې ګاونډي او سوداګريز شريک هېواد په توګه هلته د وروستیو نا ارامیو په اړه اندېښمن دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د قزاقستان له حکومت او لاريون‌ کوونکو څخه یې هیله کوي چې شته ستونزې د خبرو او سوله‌ ييزو لارو حل کړي.

اسلامي امارت ویلي، دوی په سیمه کې امنيت او سياسي ثبات د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او د ولسونو د نیکمرغه ژوند لپاره اساسي شرط بولي.

د یادونې ده، چې په قزاقستان کې د نفتو له ګرانېدو سره زرګونه لاریون کوونکو د ولسمشر دفتر ته اور اچولی او حکومت یې له منځه وړی.

روسیه او د دغه هېواد د حکومت نور متحدين دغه وضعيت انديښمن کړي او د بېړني حل هڅې یې پیل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146501

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146501/

جمهور
  https://www.jomhornews.com