د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ایران ته رسېدلی دی

19 جدی 1400 ساعت 8:37

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی.


د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی متقي او ورسره پلاوی پرون شنبې د زمري ۱۸ مه ماښام ایران ته رسېدلی او ایراني لوري یې تود هرکلی کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلی متقي او ورسره پلاوی به له ایراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، ترانزیټي او د کډوالو اړونده مسایلو خبرې اترې وکړی.

افغان پلاوی پر داسې مهال ایران ته سفر کوي، چې ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار په مشرۍ یو پاکستاني پلاوی افغانستان ته راشي.

که څه هم تر اوسه د موید یوسف او ورسره پلاوی د راتګ کره نېټه نه ده معلومه، خو ویل کېږي له افغان لوري سره به پر ځینو مهمو مسایلو په ځانګړي ډول پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو موضوع وشاربي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146539

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146539/

جمهور
  https://www.jomhornews.com