۰

امریکا له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه

چهارشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۱
ان بي سي راپور ورکړی، چې امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره د بشري وضعیت د ښه والي په خاطر۳۰۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.
امریکا له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه
ان بي سي راپور ورکړی، چې امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره د بشري وضعیت د ښه والي په خاطر۳۰۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مرسته پرون سه شنبې د زمري ۲۱ مه چې موخه یې د افغانستان د بشري وضعیت ښه والی او د اقتصادي سقوط مخنیوی دی.

د ان بي سي په راپور کې ویل شوي، واشنګټن دغه راز له افغانانو سره د یو میلیون ډوزه کرونا ضد واکسین مرستې ژمنه هم کړې ده چې ډېر ژر به افغانستان ته واستول شي.

د یادونې ده چې مخکې تر دې د امریکا د سولې انسټیټوټ ویلي وو چې یوازې بشري مرستې نه شي کولی دغه هېواد له اقتصادي بحرانه وباسي بلکې امریکا باید په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان څه کم لس میلیارده ډالر مالي پانګه هر څه ژر ازاده او بېرته د دغه هېواد بانکونو ته ولېږدوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي