حامد کرزی عمران خان ته! په کافي اندازه بشري قوه لرو

26 جدی 1400 ساعت 8:28

پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دغه څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی چې وايي، پاکستان به افغانستان ته بشري قوه ولېږي.


پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دغه څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی چې وايي، پاکستان به افغانستان ته بشري قوه ولېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان وړمه ورځ په یوه ټوېټ کې ویلي و، چې افغانستان کې نوی حکومت د بشري ځواک او مسلکي کسانو له کمښت سره مخ دی او پاکستان به د مرستې به خاطر بشري قوه ور ولېږي.

عمران خان زیاته کړې وه، چې دوی به د روغتیا، ټیکنالوژۍ، محاسبې او مالي برخو کې مسلکي کسان افغانستان ته ولېږي.

خو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانستان په کافي اندازه مجرب او پر کار پوه داسې بشري قوه لري چې په هېواد دننه او بهر یې په بېلو برخو کې لوړې زده کړې کړي دي.

ښاغلي کرزي ټینګار کړی، چې افغانستان هیڅ بهرني کاري ځواک ته اړتیا نه لري ځکه چې د ښځو په ګډون داسې کاري قوه لري چې په سیمه ییزه کچه نوم لري.

نوموړي دغه راز د هېواد له اوسني نظام څخه غوښتنه کړې ده چې ځوانانو ته د کار زمینې برابرولو ترڅنګ هغوی ته هم هېواد ته بېرته د راتګ زمینه برابره کړي چې په دې وروستیو کې بهر ته وتلي دي.

د یادونې ده چې د عمران خان څرګندونو ته په خواله رسنیو هم د عامو افغانانو غبرګونونه راپارېدلي او ویلي یې دي، چې خان دې افغانستان ته د بشري ځواک د لېږلو پر ځای پاکستان د ائ اېم اېف او نورو نړیوالو بانکونو له میلیاردونه ډالره پوره څخه خلاص کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146805

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146805/

جمهور
  https://www.jomhornews.com