کونړ کې چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي ټپیان کړي

6 دلو 1400 ساعت 9:30

سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ څلور تنه غړي ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ څلور تنه غړي ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د سلواغې ۵ مه د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ متین سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب الله حنیف وايي، چاودنه د محمد علي په نوم یو کس ته چې د همدې متین سیمې اوسېدونکی دی، چا د کوهې خوا کې ماین ایښی و او چاودنه یې کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې محمد علي او درې لسمیان یې سربېرن ټپیان شوي، چې ټول روغتون ته رسول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

خو په ورته وخت کې د اسعداباد روغتون یوه ډاکتر د نوم ښودلو په شرط ویلي، چې روغتون ته یې د پېښې له ځایه د یوه ماشوم جسد او دوه ټپیان ورول شوي دي.

دغه ډاکتر زیاته کړې، چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک و او د زیات درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږل شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147151

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147151/

جمهور
  https://www.jomhornews.com