۰

بغلان: د ډبرو سکرو په کان کې ۱۰ تنه وژل شوي دي

پنجشنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د بغلان ولایت د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله ۱۰ تنه کان کېدونکي وژل شوي دي.
بغلان: د ډبرو سکرو په کان کې ۱۰ تنه وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د بغلان ولایت د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله ۱۰ تنه کان کېدونکي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د سلواغې ۱۳ مه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د چنارک د ډبرو سکرو په یوه کان کې رامنځ ته شوې ده.

د یاد کان مسوول مولوي حامد وايي، د کان د نړېدو له امله ۱۰ کارکوونکي وژل شوي او د قربانیانو جسدونه را ایستل شوي دي.
 
ځايي چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي