۰

پنځه افغان پیلوټان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي

یکشنبه ۱۷ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۵
ملي دفاع وزارت وایي پنځه افغان پیلوټان د حکومت په هڅونه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
پنځه افغان پیلوټان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي
ملي دفاع وزارت وایي پنځه افغان پیلوټان د حکومت په هڅونه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په هېواد کې د نوي حکومت د کار له پیل سره سم دوی هڅې پيل کړې چې له هېواده وتلي کدرونه په تېره د هوايي ځواک پيلوټان بېرته هېواد ته د راتګ لپاره وهڅوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په همدې لړ کې د افغان هوايي ځواک پنځه پیلوټان بېرته خپلو دندو ته راستانه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه پیلوټانو د ملي دفاع له سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد سره کتلي دي او هغه ترې مننه کړې چې هېواد ته راغلي.

سرپرست وزیر دوی ته ډاډ ورکړی چې د کار بشپړ فرصت به ورته برابروي همدا راز یې پر نورو افغان پيلوټانو او کدرونو هم غږ کړی چې په هېواد کې پاتې شي او د پياوړي نظام په جوړولو کې ونډه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي