۰

سعودي او پاکستاني چارکي پر افغانستان غږېدلي

سی شنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۵۴
راپورونه وايي، د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر عبدالعزیز بن نایف د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.
سعودي او پاکستاني چارکي پر افغانستان غږېدلي
راپورونه وايي، د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر عبدالعزیز بن نایف د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي نایف او جنرال باجوه لیدنه نن شوې او دواړو لورو د افغانستان پر وضعیت او سیمې پر امنیت خبرې کړې دي.

سعودي عربستان ویلي چې په سیمه کې د دایمي ثبات د راتګ او امنیت لپاره باید هڅې وشي او دوی په دې برخه کې خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

دواړو لورو همدا راز پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې کړې دي او پاکستاني لوري ویلي چې له سعودي عربستان سره د اړیکو پراختیا ته لېوال دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي