۰

د اسلامي امارت ځواکونو د داعش دوه برېتانوي غړي نیولي

چهارشنبه ۲۰ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۳
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې دوه برېتانوي غړي نیولي دي.
د اسلامي امارت ځواکونو د داعش دوه برېتانوي غړي نیولي
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې دوه برېتانوي غړي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې ویلي، دغه دوه کسان له ازبکستان نه افغانستان ته اوښتل، چې د ازبکستاني عسکرو تر اطلاع وروسته د افغانستان ځواکونو نیولي دي.

د افغانستان امنیتي سرچینو هم دغه ورځپاڼې ته تایید کړې، چې د برېتانیا او یو بل اروپايي هېواد پاسپورټ لرونکي وګړي یې له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیولي دي.

په راپور کې ویل شوي، له یادو کسانو د شپې عینکې، نقدې پیسې او ځینې نورنظامي وسایل نیول شوي دي.

ګارډین لیکي تر دې وړاندې د ځینو نورو هېوادونو وګړي له داعش سره د اړیکو په تور نیول شوي وو، خو دا لومړی ځل دی چې برېتانوي وګړي نیول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي