۰

ابوظبۍ کې د افغانانو لاریون، امریکا بې برخلیکه پرېښي یو

پنجشنبه ۲۱ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۲
په ابوظبۍ کې سلګونو هغه افغانانو چې امریکا له افغانستان څخه ایستلي دي لاریون کړی دی.
ابوظبۍ کې د افغانانو لاریون، امریکا بې برخلیکه پرېښي یو
په ابوظبۍ کې سلګونو هغه افغانانو چې امریکا له افغانستان څخه ایستلي دي لاریون کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاریوال وايي، له میاشتو راهیسې په دغه کېمپونو کې پراته دي خو تر دې دمه یې برخلیک نامعلوم دی.

ګڼ شمېر دغه کډوالو ویلي د ځینو یې ان شپږ میاشتې کېږي چې د ابوظبي په کمپونو کې پراته دي خو تر دې دمه یې امریکا په اړه واضح پرېکړه نه ده کړې.

کډوال وایي، په دې ډله کې ځینې یې اسناد لري خو ځینې داسې کسان شته چې اسناد  نه لري، خو امریکا یې په لېږد کې بې پروايي کوي.

بلخوا د قطر په کېمپونو کې هم سلګونه افغان کډوال بې برخلیکه پراته دي.

راپورونه وایي چې د ابوظبي په کېمپ کې شاوخوا لس زره افغان کډوال پراته دي او لا یې هم د لېږد په اړه برخلیک ناروښانه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي