د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی قطر ته ولاړ

24 دلو 1400 ساعت 14:06

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی قطر ته تللی دی.


د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی قطر ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه پلاوی نن یکشنبې د سلواغې ۲۴ مه قطر ته روان شو.

نوموړي زیاته کړې، چې د پلاوي مشري ښاغلي متقي کوي او دوی به دوحه کې د خلیجې هېوادونو له استازو، د اروپايي ټولنې له پلاوي، د دیني علماوو له پلاوي او ديپلوماتانو سره چې اوس له قطر څخه کابل کې خپل فعالیتونه تر سره کوي وګوري.

ښاغلي سمنګاني ویلي، چې د اسلامي امارت پلاوی به له دغه استازو سره پر مهمو مسایلو لیدنې او خبرې اترې ولري، خو جزیات یې نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 147781

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147781/

جمهور
  https://www.jomhornews.com