۰

ننګرهار کې یو ځوان خپل پلار وژلی دی

دوشنبه ۲ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۲
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې یوه ځوان د خپلې کورنۍ پنځو تنو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ننګرهار کې یو ځوان خپل پلار وژلی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې یوه ځوان د خپلې کورنۍ پنځو تنو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه وړمه شپه ناوخت د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالصیر زابلی وايي، د دوی معلومات ښيي، چې ډزې د کورنۍ د یوه ځوان له خوا شوې او پنخو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د نوموړي په وینا دغه ځوان ادعا کړې، چې دی په ځان نه دی پوه او ډزې ترې شوې، چې له امله یې پلار وژل شوی او د یوه ماشومان په ګډون څلور نور د کورنۍ غړي یې ټپیان شوي دي.

زابلي زیاته کړه ډزې کوونکی ځوان چې خیال شاه نومیږی په خپله هم ټپي دی او د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي