۰

ننګرهار کې د وسلو یو قاچاقبر نیول شوی دی

یکشنبه ۸ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۸
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د سپکو وسلو یو قاچاقبر نیولی دی.
ننګرهار کې د وسلو یو قاچاقبر نیول شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د سپکو وسلو یو قاچاقبر نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه قاچاقبر اته میله اېم ۱۶ امریکايي ټوپکو سره یوځای د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي وايي، مجاهدینو د جلال اباد ښار په ثمرخېلو سیمه کې یو کس نیولی چې غوښتل یې اته میله اېم شپاړس وسلې پاکستان ته قاچاق کړي، خو د مجاهدینو له خوا څخه کشف او ونیول شو.

پاکستان ته له دې مخکې هم له افغانستانه د اېم ۱۶ امریکايي ټوپکو د قاچاق په اړه راپورونه ورکړل شوي وو، خو طالبانو د دې وسلو په قاچاق کې د خپلو کسانو لاس لرل رد کړي وايي، په جدي ډول د وسلو قاچاق مخینوی کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي