پکتیا کې د جمعې لمانځه کې چاودنې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

14 حوت 1400 ساعت 7:27

پکتیا ولایت کې په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه څخه وروسته چاودنه رامنځ ته شوې، چې د عیني شاهدانو او ځايي چارواکو په وینا ۲۳ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


پکتیا ولایت کې په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه څخه وروسته چاودنه رامنځ ته شوې، چې د عیني شاهدانو او ځايي چارواکو په وینا ۲۳ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د وږي ۱۳ مه د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د څېړۍ کڅ د خروټو کلي د سپین جومات شاه ته شوې ده.

عیني شاهدان او ځايي چارواکي وايي، د جمعې لمونځ پای ته رسېدلی و او خلک له جومات څخه د راوتو په حال کې و، چې چاودنه وشوه.

دوی وايي، په دغه چاودنه کې درې ولسي وګړي وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې یو شمېر ټپيان د درملنې لپاره د څمکنیو ولسوالۍ، ځینې هم د پکتیا مرکز ګردېز ولایتي روغتون او یو شمېر نور د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لیږدول شوي دي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي خالقیار احمدزي وايي، د چاودنې په اړه د اړوندو کشفي او امنیتي ادارو له خوا تر اوسه د دغه چاونې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو وړاندې د دغه ډول چاودنو مسوولیت داعش اخیست.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148390

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148390/

جمهور
  https://www.jomhornews.com