۰

هلمند کې سر پرېکړی جسد موندل شوی دی

دوشنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۳
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د یوه سر پرېکړي کس جسد موندل شوی دی.
هلمند کې سر پرېکړی جسد موندل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د یوه سر پرېکړي کس جسد موندل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه جسد پرون یکشنبې د کب ۲۳ مه د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وایي، دغه کس ابراهیم نومېږي او د تېرې جمعې په ورځ د واشېر ولسوالۍ په پیر آباد سیمه کې وژل شوی دی.

نوموړي ویلي، د وژل شوي کس پر جسد شنکجې آثار هم معلومېږي.

نوموړي د قتل لامل نه دی څرګند کړی خو تاییدوي، چې په تړاو یې دوه تنه نیول شوي او پوښتنې ورنه روانې دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې غور او اروزګان کې هم ورته جسدونه موندل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي