ملګرو ملتونو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته زده کړو اجازې نه ورکولو ته غبرګون وښود

3 حمل 1401 ساعت 11:59

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو نه اجازې ته غبرګون وښود.


افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو نه اجازې ته غبرګون وښود.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما نن چهارشنبې د وري ۳ مه په ټوېټر لیکلي، چې دوی د طالبانو د دغه اعلامیې څخه چې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې، خواشیني دي.

یوناما په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په ټول هېواد کې د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې شوې، خو له شپږم ټولګي پورته ښځینه زده کوونکو ته لا هم د زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د پوهنې وزارت وایي، له شپږم ټولګي پورته نجونې به تر امر ثاني پورې ښوونځي ته نه ځي.

د دغه وزارت ویاند او د نشراتو رییس په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، چې دغه موضوع د پوهنې وزارت له صلاحیت پورته ده او په دې اړه به پرېکړه د اسلامي امارت مشرتابه کوي.

خو ټینګار یې وکړ، چې دوی هڅه کوي، مشرتابه ته قناعت ورکړي او نجونو ته یې ډاډ ورکړل، چې ډېر ژر به دوی ته هم د زده کړو اجازه ورکړل شي.

د هغه په وینا هر کله چې د شریعت او افغاني فرهنګ سره سم د نجونو لپاره لباس طرحه اما شي نو بیا به د مشرتابه د حکم پر اساس د زده کړو اجازه ورکړل شي.

د پوهنې وزارت ویاند د تعلمي نصاب په اړه و ویل، چې د سږ کال لپاره په نصاب کې د بدلون راوستو کوم پلان نشته خو په راتلونکې کې به خامخا په کې بدلون راځي.

اسلامي امارت پر داسې مهال بیا هم له شپږم پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي، چې تر دې وړاندې یې په وار وار ژمنه کړې وه، چې د رتلونکي کال په پیل کې به د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149012

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149012/

جمهور
  https://www.jomhornews.com