ټاکل شوې د افغانستان د اسلامي امارت حکومت د هېواد د روان وضعیت په اړه ډېر ژر یوه ستره غونډه جوړه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غونډې جوړېدا خبر د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړی خو کره نېټه یې نه ده په ګوته کړې.
ښاغلی مجاهد وايي، غونډه به د افغانستان د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت د څرنګوالي په اړه راڅرخي او په کې به د هېواد پر شته ستونزو او حل لارو خبرې اترې کېږي.
هغه زیاتوي، د غونډې د جوړېدو کره نېټه نه شي په ګوته کولی، خو ټاکل شوې چې ډېره ژر جوړه شي او په هغه کې د افغانستان له ګوټ ګوټ د ټولو قومونو استازي ګډون ولري.
د یادونې ده، چې د نوي حکومت یوه بل غړي انس حقاني هم په خپلو خبرو کې ویلي چې د ستونزو حل د حکومت د مشرتابه پالیسي ده او دی تمه لري چې دغه ډول غونډې مثبتې پایلې ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل