د افغانستان برښنا شرکت وايي، په سالنګونو کې د برښنا تخریب شوو پایو له ډلې یوه یې په بشپړه توګه روغولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برښنا شرکت نن سې شنبه د غواايي ۲۰ مه ویلي، د دویمې تخریب شوي پایې د بیرته رغولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.
د یادونې ده، چې د ازبکستان د وارداتي برښنا دوې پایې تر کوچني اختر درې ورځې مخکې په ماین چاودونو سره تخریب شوي چې له امله یې د کابل يه ګډون په ۱۰ ولایتونو باندې برښنا قطعه شول.
جمهورخبري آژانس:کابل