۰

ملا خیرخوا د اروپايي ټولنې له استازي سره لیدلي

چهارشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۱۹
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخوا د افغانستان د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توما نیکلاسون او کابل کې د یادې ټولنې له سفیر آرنوټ پاویلس او ورسره پلاوي سره کتلي دي.
ملا خیرخوا د اروپايي ټولنې له استازي سره لیدلي
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخوا د افغانستان د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توما نیکلاسون او کابل کې د یادې ټولنې له سفیر آرنوټ پاویلس او ورسره پلاوي سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د بیلابیلو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه کړي دي.

د یادونې ده، چې نیکولاسن تر دې وړاندې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره هم کتلي وو.

نوموړي د نړۍ امنیت له افغانستان سره تړلی یاد کړی او ژمنه یې کړې، چې هېڅکله به هم افغانستان کې د وسله‌والو مخالفینو ملاتړ ونه کړي.

د دې تر څنګ یې په بهر کې د چاپ شویو افغان پاسپورټونو په رالېږد کې د اسانتیاو برابرولو او همکارۍ ژمنه کړې.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې ویلي، چې تل مو په کور د ننه مخالفینو ته د خبرو اترو دروازې پرانیستې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي