د صرافانو سرتاسري ټولنې د افغانستان بانک د نوې طرحې په غبرګون کې په ټول هیواد کې کاري اعتصاب پيل کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې صرافانو دغه اعتصاب نن یکشنبه دغوايي ۲۵ پیل کړی او د بانک وروستۍ اقدام یې غیر منصفانه بللی دی.
د صرافانو ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي،د افغانستان بانک په شرایطو د کاري جوازونو اخیستل د صرافانو له توان څخه پورته دي.
د افغانستان بانک د پولي خدماتو شرکتونو او صرافانو لپاره نهه شرایط وضعه کړي دي.
د یادو شرایطو څخه هم په لوی ښارونو کې کې د صرافۍ جواز اخیستونکی باید ۵۰ میلیون افغانۍ مالي منابع ولري.
د افغانستان صرافانو ټولنه وايي، د رامنځته شوي ستونزې د هواري په هدف یې زیاتې هڅې کړي، خو وايي چې غږ یې نه اورېدل کیږي.
د صرافانو په پرېکړه لیک کې راغلي«ټولو صرافانو پرېکړه وکړه چې خپل فعالیتونه د مشکلاتو تر حل پوري بند کړي.»
دوی ویلي چې رامنځته شوې ستونزه باید له صرافانو سره په مشوره هواره شي خو د افغانستان بانک تر دا مهاله د صرافانو د کاري اعتصاب په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل