۰

د تخلیې په ماموریت کې ایستل شوي یو شمېر افغانان امریکا ته نه پرېښودل کېږي

سی شنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۲۳
راپورونه وايي، د امریکا حکومت یو شمېر افغانانو ته چې د تخلیې په ماموریت کې ایستل شوي امریکا ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
د تخلیې په ماموریت کې ایستل شوي یو شمېر افغانان امریکا ته نه پرېښودل کېږي
راپورونه وايي، د امریکا حکومت یو شمېر افغانانو ته چې د تخلیې په ماموریت کې ایستل شوي امریکا ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، یو شمېر افغانان په امنیتي مرکو کې ناکام شوي او ویل کېږي چې جرمي سابقه او یا ورته نورې ستونزې لري چې له همدې امله یې امریکا ته له ورتګ مخنیوی شوی دی.

د امریکا ديپلوماتیکو سرچینو ویلي چې دا کډوال دمګړی په ځینو نورو هېوادونو کې مېشت دي چې ځینې سرچینې یې شمېر شپاړس کسان یادوي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې د تخلیې تر ماموریت وروسته په ټولو هېوادونو کې ځای پر ځای شوي افغان کډوال یې امریکا ته بېولي دي او د ډېرو په اړه یې لا هم څېړنې او پوښتنې روانې دي.

د یادونې ده، چې امریکا د تخلیې په ماموریت کې ۱۲۴ زره کسان له افغانستان څخه وایستل چې کابو نیمايي یې امریکا ته لېږدولې او پاتې نو په بېلا بېلو هېوادونو کې په کمپونو کې پراته دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي