۰

ازبکستان د مزارشریف د هوايي ډګر د بیارغولو چارې بشپړوي

پنجشنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۴
د ازبکستان دولت تایید کړه، چې د افغانستان د مزارشریف ښار کې یې د مولانا جلال الدین بلخي د هوايي ډګر د بیارغونې چارې بشپړوي.
ازبکستان د مزارشریف د هوايي ډګر د بیارغولو چارې بشپړوي
د ازبکستان دولت تایید کړه، چې د افغانستان د مزارشریف ښار کې یې د مولانا جلال الدین بلخي د هوايي ډګر د بیارغونې چارې بشپړوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ازبکستان یوه دیپلومات دانیار قربانوف روسیه کې په یوه ناسته کې ویلي، چې تاشکند د مرکزي او جنوبي آسیا تر منځ د یوه پله په توګه د افغانستان د بیارغونې په هڅه کې دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د همدې هڅو په لړ کې تاشکند غواړي، چې د طالبانو په غوښتنه مزارشریف ښار کې د مولانا جلال الدین بلخي هوايي ډګر د بیارغونې چارې بشپړې کړي.

د یادونې ده، چې د ازبکستان له خوا د دغه هوايي ډګر د بیارغونې چارې د ۲۰۲۱ میلادي کال په وروستیو کې د مخکني افغان حکومت په وخت کې پیل شوې وې.

ازبکستاني چارواکي وايي، دوی غواړي د یاد هوايي ډګر د امنیت تجهیزاتو، هوا پېژندنې او همدارنګه د الوتک او کېناست لیکې بیا جوړې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي