۰

د دفاع وزرات سرپرست مولوي یعقوب د پنجشېر له خلکو سره لیدلي

شنبی ۳۱ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۲
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد پنجشېر ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت له خلکو سره یې لیدلي دي.
د دفاع وزرات سرپرست مولوي یعقوب د پنجشېر له خلکو سره لیدلي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد پنجشېر ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت له خلکو سره یې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی مجاهد تېره پنشنبې د غوايي ۲۹ مه پنجشر ته تللی او له خلکو یې غوشتی، چې د امنیت په ساتلو کې دې له افغان ځواکونو سره خپله بشپړه همکاري وکړي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر ټینګار کړي، چې خلک باید د دوښمن د تبلیغاتو ښکار نه شي.

مجاهد په یاد سفر کې د پنجشیر امنیت د ډاډ وړ ارزولی او امنیتي ځواکونو ته یې د امنیت د ټینګښت په برخه کې سپارښتنې کړې دي.

مولوي یعقوب په داسې حال کې یاد ولایت ته سفر کوي، چې څو ورځې وړاندې په پنجشیر کې د اسلامي امارت د ځواکونو او مخالفو وسله‌‌ والو ترمنځ د نښتو راپورونه خپاره شول؛ خو اسلامي امارت رد کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي