۰
له اماراتو د امارت غوښتنه!

د افغانانو د وېزو ستونزو حل او افغانستان ته الوتنې پیل کړۍ

یکشنبه ۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۹
د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو له متحده‌عربي اماراتو غوښتي، چې د افغانانو د ویزو ستونزه حل او افغانستان ته د دې هېواد د الوتکو الوتنې پیل کړي.
د افغانانو د وېزو ستونزو حل او افغانستان ته الوتنې پیل کړۍ
د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو له متحده‌عربي اماراتو غوښتي، چې د افغانانو د ویزو ستونزه حل او افغانستان ته د دې هېواد د الوتکو الوتنې پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، د رییس الوزرا قتصادي مرستیال ملا عبدالغني برارد د متحده‌عربي اماراتو له چارواکو سره کتنه کې کړې ده.

کریمي زیاتوي، ښاغلی برادر چې له یوه پلاوي سره د خلیفه بن زاید ال نهیان له ځای ناستې شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره لیدنې ته ورغلی و، له هغه سره کتنه کې په متحده‌ عربي اماراتو کې د هغو افغان بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې چې جرمونه یې سپک وي.

نوموړی زیاتوي، دغه کتنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د رغولو او پراخېدو په اړه هم هر اړخیزې خبرې کړي.

د یادونې ده، چې د اسلامی امارت چارواکو په دې سفر کې په متحده‌ عربي اماراتو کې له مېشتو افغان سوداګرو او پانګه ‌والو سره کتنه کې هم له هغوی غوښتي چې افغانستان ته ولاړ شي او هلته پانګونه وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي