د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکی وايي، افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنې مسولین باید عدالت ته را کاږل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بینیت دغه څرګندونې پرون یکشنبې د غبرګولي اوله مزار شریف څخه د کتنې په ترڅ کې له هغه جومات څخه تر کتنې وروسته کړې، چې تېره میاشت پکې خونړۍ برید وشو.
د مزار شریف د سه دوکان جومات کې خونړي برید کې له ۲۰ زیات کسان و وژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول، چې مسوولیت یې داعش پر غاړه واخیست.
د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بینیت به یوه ټویټ کې ویلي، د ملکي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښې له ځایه لیدنه ورته ډېره خواشینونکې وه.
ښاغلي بینیت ویلي چې د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې له نژدې لیدلي او خپله ژوره خواخوږي یې ورته څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکونکي دغه راز ویلي چې پر ملکي وګړو حملې باید بندې شي او هغوی چې د دا ډول حملو مسول دي باید عدالت ته را کاږل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل