اسلامي امارت د ځینو مسایلو د پرېکړې لپاره شورا جوړوي

3 جوزا 1401 ساعت 13:14

د افغانستان اسلامي امارت په پام کې لري، چې د ځينو مسایلو په اړه د پرېکړې کولو لپاره یوه شورا جوړه کړي.


د افغانستان اسلامي امارت په پام کې لري، چې د ځينو مسایلو په اړه د پرېکړې کولو لپاره یوه شورا جوړه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا د دغه شورا د جوړېدو لپاره یو کمېسیون شوی، چې ټول غړي یې دیني عالمان دي.

ښاغلی مجاهد وايي، دوی داسې شورا جوړوي، چې ولس په کې وي، متنفذین په کې وي، علما په کې وي، په هېواد کې د ننه مخور په کې وي او د ځینو مسایلو په اړه بحث وکړي.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې یاده شورا به همدا ډول د ځینو مسایلو په اړه نظر او مشوره ورکړي.

نوموړی وایي، لا معلومه نه ‌ده چې دا شورا به کله را وغوښتل شي، خو په خبره یې، هغه کمېسیون چې د دې شورا د جوړېډو او را غوښتو لپاره ګمارل شوی، لا یې کومه غونډه نه ‌ده کړې.

د اسلامي امارت مرکزي ویاند هغه اوازې او ګنګوسې هم رد کړې، چې ګڼې لویه جرګه راغوښتل کېږي، بلکې ویې ویل، د لویې جرګې د راغوښتو لپاره هېڅ پرېکړه نه ده شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150833

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150833/

جمهور
  https://www.jomhornews.com