۰

د م م امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده

چهارشنبه ۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۳
د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده.
د م م امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده
د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د ګڼو مسایلو تر څنګ د ښځينه وو د حقونو او د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو اندېښنه لري.

سرچینې زیاته کړې، نوي افغان حکومت ته په کار ده چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د نجونو د کار او زده کړو په تړاو پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د اقتصادي، امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او وايي، پر ملکي وګړو وروستي بریدونه هم په کلکو ټکو غندي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یونما دفتر ته دنده سپارلې چې د افغانستان وضعیت له نږدې وڅاري، له ټولو مسوولو کسانو سره په اړیکه کې وي او د هر ډول بدلون په اړه ژر تر ژره ملګرو ملتونو او عمومي منشي ته معلومات ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي