۰

قطر او ملګرو ملتونو پر افغانستان خبرې کړې دي

دوشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۰
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په قطر کې د دغه هېواد د بشري‌ حقونو د کمیسیون له مسوولې مریم بنت عبدالرحمن سره کتلي دي.
قطر او ملګرو ملتونو پر افغانستان خبرې کړې دي
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په قطر کې د دغه هېواد د بشري‌ حقونو د کمیسیون له مسوولې مریم بنت عبدالرحمن سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت، بشري حقونو او له افغانانو سره د قطر پر مرستو او همکاریو خبرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو استازي‌ ویلي‌ چې قطر په تېر میاشتو کې له افغانانو سره ډېرې مرستې او همکارۍ کړې دي‌ او په خبره یې د دغه هېواد په مرسته د تخلیې ماموریت بریالی شو.

په لیدنه کې همدا راز له افغانانو سره د قطر پر بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي‌ او د ملګرو ملتونو استازي‌ ویلي‌ چې افغانان د قطر مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د قطر د بهرنیو چارو وزیر په یوه مرکه کې ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره تعامل وکړي.

نوموړي زیاته کړې، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې تعامل، د دغه هېواد سره مرستې او همکارۍ او اقتصادي پیاوړتیا یې د ټولو په ګټه ده.

شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني خبرداری ورکړی، که په افغانستان کې وضعیت د اقتصادي‌ او سیاسي‌ چلند له امله ترینګلی کېږي نو د ستونزو حل به ګران او له دغه هېواد سره به د نړیوالې ټولنې اړیکې خرابې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي