۰
اسلامي امارت:

د قوشتېپې کانال د جوړېدو چارې به تر وخت مخکې بشپړې شي

چهارشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۵
د افغانستان د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش تپې کانال د جوړېدو چارې به له ټاکل شوي وخت مخکې پای ته ورسېږي.
د قوشتېپې کانال د جوړېدو چارې به تر وخت مخکې بشپړې شي
د افغانستان د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش تپې کانال د جوړېدو چارې به له ټاکل شوي وخت مخکې پای ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د ملي پراختیا شرکت مشر عبدالرحمان عطاش د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي دي، چې د قوش تپې کانال د جوړېدو چارې په سم ډول روانې دي او له ټاکل شوي وخت مخکې به پای ته ورسېږي.

ښاغلي عطاش د قوش تپې کانال د افغانستان مهمه ملي پروژه ګڼلې ده او ویلې یې دي چې د دې ترڅنګ په ځینو نورو پروژو هم کار کوي.

د قوش تپې کانال چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د جوړېدو عملیاتي چارې یې په تېر جمهوري حکومت کې پيل شوې خو د یاد حکومت له نړېدو وروسته طالبانو یو ځل بیا د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د دې کانال د جوړېدو چارې پیل کړې.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي