۰
اروپايي ټولنه:

افغانستان کې باید د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانستل شي

چهارشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۷
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلسن وايي، افغان نجونې باید ښوونځيو ته ولاړې شي او ښځې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
افغانستان کې باید د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانستل شي
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلسن وايي، افغان نجونې باید ښوونځيو ته ولاړې شي او ښځې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیکلسن نن چهارشنبې غبرګولې ۱۱ مه په خپل ټویټر پاڼه لیکلي هغه ناسته چې د قزاقستان په کوربتوب په هغه هېواد کې وشوه، د افغانستان د وضعیت په اړه بحثونه وشول.

په دغه ناسته کې د اروپايي ټولنې د استازو تر څنګ د مرکزي اسیا هیوادونو چارواکو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې دیبرا لاینز هم ګډون کړی و.

نیکلسن ویلي، ښځې او نجونې باید وکولای شي چې ښوونځي ته ولاړې شي، په عمومي ژوند کې بشپړ مشارکت ولري.

هغه زیاته کړې، چې دوی د افغانستان اقتصادي ستونزو ته د رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې د ابتکاراتو ستاینه کوي او د سیمې د ثبات د اهمیت لپاره د خبرو پر دوام ټینګار لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي