۰

یونیسف د افغان ماشومانو پر خوارځواکۍ اندېښنه ښودلې

شنبی ۱۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۸
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق مسوول محمد اګ ایویا افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.
یونیسف د افغان ماشومانو پر خوارځواکۍ اندېښنه ښودلې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق مسوول محمد اګ ایویا افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د افغانستان څانګې مشر محمد اګ ایویا په خپله ټویټر پاڼه  لیکلي چې په کابل او پروان کې یې د ماشومانو له څو روغتونونو لیدنه کړې ده.

نوموړي د دغو روغتونونو په اړه ویلي، په دغو روغتونونو کې یو شمېر خوارځواکي ماشومان مري.

د یونیسف چارواکي دا هم لیکلي چې هغه له هغو میندو سره لیدلي چې د خپلو ماشومانو د وضعیت له ښه والي څخه ناهیلي وې.

تر دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش په هېواد کې د خوارځواکو ماشومانو د راتلونکي په اړه خبرداری ورکړی و.

دغې ادارې په دې وروستیو کې ویلي وو چې که په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته بېړنۍ پاملرنه ونه شي، ښايي یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له کبله مړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي