د افغانستان د نوي حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان پوځیان به په دندو وګوماري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د یاد وزارت ویاند عبدالافع ټکور کړې او ویلي یې دی، چې په بهر کې روزل شوي افغان پوځیان د هېواد شتمني ده او دوی به یې په دنده ګماري.
نوموړي ویلي«په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان نظامیان د وطن کدري شتمني ده، د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت تیار دی چې یاد کسان د خپلو زده کړو او مسلک مطابق پر دندو وګوماري.»
د طالبانو حکومت په هند کې روزل شویو افغان پوځیانو ته په دولتي چوکاټ کې د دندو د ورکولو ژمنه داسې مهال کوي چې هند د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خپل سفارت ته یوه تخنیکي ډله واستوله او په دې توګه یې په افغانستان کې خپل ډيپلوماتیک حضور یوځل بیا پیل کړ.
جمهورخبري آژانس:کابل