۰
روسیه:

ځينې ترهګرې ډلې هڅه کوي د افغانستان وضعیت د ځان په ګټه وکاروي

یکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۲
روسیې یو ځل بیا په سیمه کې پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، په سیمه کې د ګواښونو د ختمولو لپاره لا ډېرې همغږۍ ته اړتیا ده.
ځينې ترهګرې ډلې هڅه کوي د افغانستان وضعیت د ځان په ګټه وکاروي
روسیې یو ځل بیا په سیمه کې پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، په سیمه کې د ګواښونو د ختمولو لپاره لا ډېرې همغږۍ ته اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو په مسکو کې د مرکزي آسیا هېوادونو په یوه امنیتي غونډه کې کړې دي.

شویګو ویلي، په سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاق، ترهګرو او ځینو نورو منفي اقداماتو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، په پولو کې د وسله والو او ترهګرو ډلو فعالیتونه هم ډېر شوې دي او هڅه کوي د افغانستان له وضعیت د ځان په ګټه کار واخلي.

د روسیې دفاع وزیر ټینګار کړی چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ باید همغږي ډېره شي او په امنیتي برخو کې دې همکاري پراخه کړي.

سرګي شویګو وايي، په پوره همغږۍ باید د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره هم اقدامات ترسره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي