۰

ملګرو ملتونو له زلزله ځپلو سره ۱۰ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

یکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۰
ملګرو ملتونو په افغانستان کې له زلزله ځپلیو سره د بشري مرستې لپاره د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بېړنیو بشري مرستو د ورکړې پرېکړه کړې ده.
ملګرو ملتونو له زلزله ځپلو سره ۱۰ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه
ملګرو ملتونو په افغانستان کې له زلزله ځپلیو سره د بشري مرستې لپاره د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بېړنیو بشري مرستو د ورکړې پرېکړه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبر د بشري چارو او اضطراري مرستو د همږغۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفېټس ورکړی دی.

ګرېفېټس پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د اضطراري صندوق له لارې به دغه لس ملیونه ډالره به د زلزله ځپلو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي.

پرون شنبه له ازبکستان څخه د بشري مرستو دوې الوتکې او له ترکمنستان څخه یوه الوتکه افغانستان ته ورسېده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي