نظام الدین قیصاری او روغ لېونی هم بېرته هېواد ته راستانه شول

5 سرطان 1401 ساعت 11:04

د اسلامي امارت د پخوانیو سیاسي څېرو سره د اړیکو کمېسیون چارواکي وايي، د جنبش ګوند یو ارشد غړی نظام الدین قیصاري او پخوانی نظامي قوماندان جنرال غلام سخي روغ لېونی هم بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.


د اسلامي امارت د پخوانیو سیاسي څېرو سره د اړیکو کمېسیون چارواکي وايي، د جنبش ګوند یو ارشد غړی نظام الدین قیصاري او پخوانی نظامي قوماندان جنرال غلام سخي روغ لېونی هم بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون نن یکشنبې د چنګاښ ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د کمېسیون په هڅو نظام الدین قیصاري نن افغانستان ته رارسېدلی دی.

په ورته وخت کې دغه کمېسیون زیاته کړې، چې د لوګر پخوانی امنیه قوماندان جنرال غلام سخي روغ لېونۍ هم هېواد ته راستون شوی دی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې، فاروق وردګ، امان الله غالب، جنرال دولت وزیري، حسن مبارک عزیزي، حکیم نورزی، انتظار خادم او ځینې نور د پخواني حکومت کسان هم هېواد ته راستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 151918

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151918/

جمهور
  https://www.jomhornews.com