۰
کابل کې د روغتیا نړیوال سازمان مسول:

د افغانستان وضعیت اضطراری دی، نه باید له یاده و ایستل شي

دوشنبه ۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۹
کابل کې د ملګرو ملتونو د روغتیايي سازمان مسوول داپنګ لو وايي، د افغانستان حالت بېړنۍ دی او نړۍ نه باید دغه هېواد له یاده وباسي.
د افغانستان وضعیت اضطراری دی، نه باید له یاده و ایستل شي
کابل کې د ملګرو ملتونو د روغتیايي سازمان مسوول داپنګ لو وايي، د افغانستان حالت بېړنۍ دی او نړۍ نه باید دغه هېواد له یاده وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لور دغه څرګندونې پکتیکا او خوست کې د وروستۍ زلزلې د ټپیانو له لیدو او ارزونې وروسته کړې دي.

هغه چې پرون یکشنبې د چنګاښ ۵ مه پکتیکا او خوست ته تللی ویلي، زلزلې د افغانستان خلک ځورولي او ورسره مخ دي، نړۍ نه باید په دې بېړني حالت کې دغه هېواد له یاده وباسي.

نوموړي ټینګار کړی، چې پکتیکا او خوست کې د وروستۍ زلزلې ځپلو خلکو ته باید په بېړه رسیدګي او مرستې ورسره وشي.

ښاغلي لو دا هم ویلي، چې دوی به نېږدې ورځو کې د اضافي طبي تجهیزاتو یوه جوپه چې دوبۍ کې د نړیوال سازمان لوجستکي مرکز کې دي افغانستان ته راوړي.

د یادونې ده، چې تېره چهارشنبې پکتیکا او خوست کې ۶.۱ درجې زلزلې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او زرګونه کورونه یې ونړول.

د وروستیو معلوماتو له مخې په دغه زلزله کې ۱۱۵۰ کسان شهیدان شوي او تر ۱۷ سوه پورې نور ټپیان دي، چې په شهیدانو کې ۴۰۵ یوازې ماشومان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي