د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت له شارژدافیر سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.
ترکمنستاني لوري په افغانستان کې پر وروستۍ زلزله خواشیني څرګنده کړې ده وایي، د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې له امله د خپلې خواخوږۍ مراتب له افغان لوري سره شریکوي.
نوموړي ټینګار کړی چې ترکمنستان د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او ډېر ژر به اړمنو ته خپلې مرستې ورسوي.
جمهورخبري آژانس:کابل