۰

د دیني عالمانو غونډه سبا پیلېږي، په مهمو مسایلو به خبرې وشي

چهارشنبه ۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۸
د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي وايي، د هېواد د روانو ستونزو د حل په موخه د دیني عالمانو ستره غونډه به سبا پنشنبې د چنګاښ ۹ مه کابل کې جوړه شي.
د دیني عالمانو غونډه سبا پیلېږي، په مهمو مسایلو به خبرې وشي
د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي وايي، د هېواد د روانو ستونزو د حل په موخه د دیني عالمانو ستره غونډه به سبا پنشنبې د چنګاښ ۹ مه کابل کې جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه د لویې جرګې په تالار کې جوړېدونکې ده، چې د اسلامي امارت د چارواکو په وینا ګډونوال به یې نن کابل ته راورسېږي.

د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبې د چنګاښ ۸ مه کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال و ویل، چې د غونډې لپاره ترتیبات او تدابیر روان دي.

نوموړي زیاته کړه، چې غونډې ته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه دیني علمان راغوښتل شوي او دوی به په دغه غونډه کې د هېواد په روانو مسایلو خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه، چې دا غونډه د هېوادوالو په غوښتنه جوړېږي، چې کمېټې یې جوړې شوې او نور تدابیر هم ورته روان دي.

د هغه په وینا دوی د رسنیو سره د معلوماتو شریکولو لپاره هم ترتیبات نیولي او خبریالان کولی شي کانټینینټل هوټل کې د حکومت له ویاندویانو معلومات تر لاسه کړي.

ښاغلي مجاهد و ویل، چې غونډه کې به د ملي یووالي، د هېواد د ثبات او امنیت په اړه خبرې وشي او علما به خپل نظرونه له حکومت سره شریک کړي.

وړاندې داسې راپورونه و، چې ګڼې دا غونډه نن پیلېدونکې ده، خو د رییس الوزار مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کنفرانس کې و ویل، چې غونډه سبا پنشنبې د چنګاښ ۹ مه پیلېږي.

نوموړي هم زیاته کړه، چې غونډه کې به د هېواد په کچه په مهمو مسایلو خبرې وشي خو په اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

ښاغلي حنفي زیاته کړه، چې غونډه کې د ګډون په اړه کوم قیودات نشته، بلکې هغه کسان ورته رابلل شوي، چې وړتیا ولري.

که څه هم له ښاغلي حنفي څخه وپوښتل شول، چې په دې غونډه کې کرزي، عبدالله او ځینو نور کسان، د ځوانانو او ښځو استازي هم ګډول ولري که نه روښانه ځواب ورنه کړ، خو ټینګار یې وکړل، چې غونډه کې د کډون قیودات نشته.

ښاغلي حنفي ټینګار وکړ، چې غونډه کې به د ملي یووالي، د ثبات ساتنې او سرتاسري امنیت په اړه بحثونه وشي او معلومات به یې له رسنیو او ولس سره شریک کړای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي