۰

مجاهد: د جرګې شاوخوا هېڅ ستونزه نشته، پر یوه شکمن ځای ډزې شوې

پنجشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۰
د کابل ښار پنځمه امنیتي حوزه کې د ډزو په اړه تر راپورونو وروسته د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په کابل ښار کې د علماوو د غونډې ځای په شاوخوا کې هېڅ ستونزه نشته.
مجاهد: د جرګې شاوخوا هېڅ ستونزه نشته، پر یوه شکمن ځای ډزې شوې
د کابل ښار پنځمه امنیتي حوزه کې د ډزو په اړه تر راپورونو وروسته د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په کابل ښار کې د علماوو د غونډې ځای په شاوخوا کې هېڅ ستونزه نشته.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابو دوه بجې داسې راپورونه ورکړل شول، چې ګڼې د جرګې شاوخوا جګړه روانه ده او ځینو وسله والو پر جرګه برید کړي.
خو ښاغلي مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې پر یو مشکوک ځای باندې د امنیتي ځواکونو لخوا څو ډزې شوي او په خبره یې وضعیت په کنټرول کې دی.
 
مجاهد له خلکو غوښتي چې اندېښنه د نه کوي.
 
د یادونې ده، چط نن کابل کې د دیني عالمانو یوه ستره غونډه پیل شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي