د اسلامي امارت مشر:

د هېڅ هېواد فرمایشونه او وړاندیزونه نه منم

11 سرطان 1401 ساعت 9:01

 د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده وايي، د نړۍ د هېڅ هېواد فشار ته به تسلیم نه شي او نه به چا ته د افغانستان په چارو کې د فرمایشاتو او لاسوهنو اجازه ورکړي.


 د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده وايي، د نړۍ د هېڅ هېواد فشار ته به تسلیم نه شي او نه به چا ته د افغانستان په چارو کې د فرمایشاتو او لاسوهنو اجازه ورکړي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي هبت الله اخوندزاده چې پرون جمعه د چنګاښ ۱۰ مه د لویې جرګې خیمه کې د علماوو سترې غونډې ته وینا کوله و ویل، چې افغانستان یو آزاد، خپلواک او د اسلامي نظام څښتن هېواد دی.
 
نوموړي زیاته کړه، چې د خپلې آزادۍ او د خپلې خاورې استقلالیت لپاره به د نړۍ د هېڅ هېواد فشار ته تسلیم نه شي او نه به چا ته د افغانستان په چارو کې د فرمایشاتو او لاسوهنو اجازه ورکړي.
 
شیخ هبت الله اخندزاده و ویل«د هېڅ هېواد فرمایشونه او وړاندیزونه نه منم، هېڅوک دې د موږ ته د حکومت مشورې نه راکوي، که نړۍ ټول اټوم بم هم وکاروي، ټول مو ویلې کړي بیا هم د چافرمایشونه نه منوو.»
 
د اسلامي امارت مشر وايي، نړۍ نه غواړي د افغانستان حکومت پر خپله اراده وچلېږي.
 
هغه نړۍ او دغه ډول فرمایشي هېوادونو ته په اشارې و ویل« موږ ته مشورې راکوي، زه ستاسې د فرمایشاتو نه یم، نه یو قدم درسره مخ ته ځم، نه تعامل درسره کوم، نه په شریعت معامله درسره کوم.»
 
مل هبت الله اخوندزاده ټینګار وکړ، چې امریکا په افغانستان کې ماتې وخوړه، خو د تبلیغاتو کار اوس هم روان دی او غواړي چې د حاکمانو تر منځ اختلاف او بې باوري پيدا کړي او له دې لارې د افغانستان نظام کمزوری کړي.

د اسلامي امارت مشر ګاونډیو هېوادونو ته په اشارې و ویل، چې ګاونډي هېوادونه دې له افغانستانه هېڅ د خطر احساس نه کوي.

ښاغلي شیخ هبت الله اخوندزاده د یووالي، عدالت، امنیت او سوچه اسلامي او خپلواک نظام پر ټینګښت او له علماوو پر اطاعت ټینګار وکړ، وې ویل د قوم او سمت او نډیوالیو پالل ورته د منلو نه دي.

نوموړي زیاته کړه، ولس حق لري چې حاکمانو ته نصیحت وکړي او ستونزو ته یې متوجه کړي خو په رسنیو کې د حاکمانو د کمزورتیا بیانول د حکومت او ولس ترمنځ واټن پیدا کوي.

هغه همدا راز و ویل، د حکومت مسوولین مکلف دي چې یو بل ته نصیحت وکړي او د یو بل تخریب باید ونه کړي، ځکه د اختلافاتو په پایله کې واکمن نظام له منځه ځي.

اخوندزاده یو ځل بیا د امنیت او ثبات د دوام لپاره ټینګار وکړ، چې مسوولین باید شخصي خواهشات پریږدي، ځکه تېر نظام د خواهشاتو قرباني شو.

د اسلامي امارت مشر د خپلو خبرو په پای کې له سوداګرو وغوښتل چې د امنیت په اړه دې اندېښنه نه کوي، فابریکې دې جوړې کړي، پانګونه دې وکړي، ځکه بهرنۍ مرستې د افغانستان اقتصاد نشي پیاوړی کولی.

د یادونې ده، چې کابل کې د علماو ستره غونډه د تېرې پنشنبې په ورځ پیل شوه، چې درې ورځې یې دوام وکړ او نن ټاکل شوې پای ته ورسېږي،

د افغان حکومت ویاندویان وايي، د غونډې په پای کې به په یوه پرېکړه لیک کې د علماوو او غونډې د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه له ولس سره هم شریک شي.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، ښايي غونډه نن پای ته ونه رسېږي او د ځینو مشورو لپاره ښايي وخت یې تمدید شي، خو حکومت تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152103

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152103/

جمهور
  https://www.jomhornews.com