۰

استرالیا: افغانستان کې د خپلو سرتېرو جنګي جنایتونه څېړو

یکشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۹
استرالیا وایي د خواشینۍ ځای دی چې سرتېرو یې په افغانستان کې له شرمه ډک جنګي جنایتونه ترسره کړي دي، خو په وینا یې دوی به دا جنایتونه په جدي توګه څېړي.
استرالیا: افغانستان کې د خپلو سرتېرو جنګي جنایتونه څېړو
استرالیا وایي د خواشینۍ ځای دی چې سرتېرو یې په افغانستان کې له شرمه ډک جنګي جنایتونه ترسره کړي دي، خو په وینا یې دوی به دا جنایتونه په جدي توګه څېړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د استرالیا ددفاع نوي وزیر ریچارډ مارلېس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، په افغانستان کې یې سرتېرو د خپل ماموریت پر مهال له شرمه ډک جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او د دوی د محکمې بهیر به روان وي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړې، دا د استرالیايي پوځ په تاریخ کې تر ټولو خواشینوونکې او وحشتناکه قضیه ده او باید په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.

مارلېس وايي، د ښکېلو سرتېرو د محاکمې غوښتونکی دی خو د دې قضیې نهایي کېدل به وخت ونیسي.

استرالیايي رسنیو په تېرو کلونو کې داسې تحقیقاتي راپورونه خپاره کړل چې ثابته یې کړه، استراليایي ځواکونو افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي او د ملکیانو په ۳۹ وحشتناکو وژنو کې ښکېل دي.

تر څنګ یې د عامو وګړو د شکنجه کولو په اړه هم اسناد خپاره کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي